د امریکا په کلیفورنیا کې یوه کس ۳ تنه ووژل او ۱۲ نور یې ژوبل کړل
د ګیلروۍ د سیمې د ښاروالۍ استازي وویل، په دې برید کې چې پرون وشو، له لومړنیو معلوماتو سره سم د فیستوال درې تنه برخه وال وژل شوي دي.
تر اوسه د حمله کوونکي د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د پېښې یوه شاهد این بي سي نیوز ته ویلي چې بریدګر سپین پوستی نارینه و او شااوخوا دېرش کلن ښکارېده.