خلیلزاد د کابل پرونی برید وحشیانه او ښکاره ترورېزم بللی
زلمي خلیلزاد یو ساعت مخکې په خپله ټوېټرپاڼه کې دا برید وحشیانه او ښکاره ترورېزم بللی دی.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د دې برید د غندلو ترڅنګ لیکلي چې حمله کوونکي باید د عدالت منګولو ته وسپارل شي.
ده همداراز ویلي چې امریکا د ترورېزم پر ضد په جګړه کې له افغانستان سره ولاړه ده.
د امرالله صالح د ګوند زرغون بهیر دفتر چې پرون دا برید پرې وشو، د کابل د پنځلسمې حوزې په سیمه کې د تایمني پروژې او هوايي ډګر د سړک ترمنځ موقعیت لري.