بین الافغاني خبرې به د امریکا او طالبانو د موافقو له نهایۍ وروسته وي
نوموړي وروسته له هغې پر ټوېټر دا څرګندونې کړي چې افغان چارواکو وویل، راتلونکو دوو اوونیو کې له طالبانو سره د دوی مخامخ خبرې پیلېږي.
د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزیر سلام رحیمي د شنبې په ورځ رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي وو، تر راتلونکو دوو اوونیو به د یوه مرکچي پلاوي تشکیل او د سفر چارې بشپړې شي.
ده وویل: د سولې د تیاریو لپاره له ټولو اړوند خواوو سره کار کوو او هیله ده چې په راتلونکو دوو اوونیو کې به په یوه اروپايي پایتخت کې د خبرو اترو لومړنۍ جلسه دایره شي.
د افغانستان د سولې لپاره د واشنکټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره شپه پر خپل ټوېټر لیکلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د توافقاتو له نهايي کېدو وروسته چې کومې بین االافغاني خبرې کېږي، هغه به د طالبانو او د یوه جامع ملي مرکچي پلاوي ترمنځ وي چې په کې د حکومت لوړپوړي چارواکي، د مهمو سیاسي ګوندونو استازي او د مدنې ټولنې او ښځو استازي برخه ولري.