افغانستان کې د انټرنټي خدمتونو په بیو کې کموالی راغی
محمد فهیم هاشمي نن یوې خبري ناستې ته وویل: "له ډېرو هڅو او ځینو اقدامانو وروسته وتوانېدو چې د انټرنټ بیې د پام وړ راټيټې کړو، هغه انټرنټ چې تاسې په کورونو او دفترونو کې په ۹۶ ډالرو باندې کاراوه له دې وروسته تاسې کولای شئ چې په ۶۰ ډالرو یې وکاروئ."
نوموړي وویل، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، اترا ادارې او مخابراتي شرکتونو ترمنځ کار روان دی چې په دې سره به د انټرنټي خدماتو کیفیت لاښه او بیې یې نورې هم راټیټې شي.