د ولادمیر زلنسکي ګوند د اوکراین پارلماني ټاکنې وګټلې
د ملت د خادم ګوند چې زلنسکي نوی جوړ کړی په پارلماني ټاکنو کې ۴۴ فیصده رأی خپلې کړي.
دا د اوکراین د خپلواکۍ را وروسته د پارلمان په ټاکنو کې تر ټولو لوړ سلنه رای دي چې یو ګوند یې په یوازې سر ګټي.
د مسکو ملاتړی اپوزیسیون په دوم ځای کې دی او دولس فیصده رای یې ګټلي.
د اوکراین د پارلمان پرونۍ ټاکنې یوازې د دغه پارلمان نیمايي برخې ته ځانګړې وې او نیمایي نور وکیلان مستقیماً له ولسوالیو انتخابیږي.