په خیبرپښتونخوا ایالت کې په دوو حملو کې ۸ تنه وژل شوي
د دېره اسماعیل خان د پولیسو مشر سلیم خان ازادي راډیو ته وویل چې پر موټرسایکل سپرو وسله والو د کوتله سیدان د تلاشۍ په پوستو کې دوه پولیس په ډو ووژل او وروسته یوې ښځینه ځانوژونکې د روغتون په دروازه کې ځان ته چاودنه ورکړه چې د دوو پولیسو په ګډون یې شپږ تنه ووژل.
روغتیايي چارواکو ویلي چې ښایي د مړو شمېر زیات شي.
د پاکستان د تحریک طالبان ډلې د دې برید مسؤلیت اخیستی.
تېره میاشت د پاکستان پوځ ویلي وو چې د سخت دریځو فعالیتونه افغانستان پولې ته څېرمه قبایلي سیمو کې زیات شوي چې په نتیجه کې یې تېره میاشت د امنیتي ځواکونو لږترلږه لس غړي وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي وو.