انتخاباتي کمېسیونونه: ولسمشریزې ټاکنې به په خپل وخت ترسره کېږي
په هغې ګډه اعلامیه کې چې دواړو کمېسیونونو له دوه ورځنیو غونډو وروسته نن خپره کړې، ویل شوي چې دغه انتخابات به هرو مرو د تلې یا میزان په ۶مه ترسره کېږي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل: د کمېسیونونو نوی مشرتابه د ۱۳۹۸ کال د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره تراوسه توانېدلی چې عملیاتي او د استخدام پلانونه، طرزالعملونه او لوایح د دغو انتخاباتو د پروسې د پرمخ بیولو لپاره ترتیب او تصویب کړي.
مېرمن نورستانۍ وایي، شفاف او سرتاسري انتخابات کولای شي چې خلکو ته امن او ارامي ډاډمنه کړي.
د انتخاباتو او د شکایتونو کمېسیونونو ویلي چې د دغو انتخاباتو په وړاندې پرتې ستونزې په نښه شوي او د هواري لپاره به یې اقدام وکړي.