د پاکستان پولې ته څېرمه د ایران د سپاره پاسداران ځواکونو ۲ غړي وژل شوي
د ایران دولتي ټلوېزېون نن خبر ورکړ چې دا پېښه پرون د ایران د سیستان بلوچستان ولایت کې چې په تیرو وختونو کې هم د سُني وسله والو او د مخدره موادو د قاچاق وړونکو ترمنځ پهکې نښتې شوې، رامنځ ته شوې ده.
د دولتي ټلوېزېون د خبر له مخې د دې پېښې مسؤل ترهرګر بلل شوې خو دا نهدي ویل شوي د ترهګرو کومه ډله؟
په تیره فبروي میاشت کې له القاعده سره تړلې یوې ډلې پر یوه بس چې د ایران د سپاه پاسدران انقلاب ځواک غړی يې لېږدول، د ځان وژونکي حملې مسؤلیت اخېستی و.
پهدې پېښه کې د دې ځواک لږترلږه ۲۷ غړي وژل شوي وو.