د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خپل ترکي سیال ته د امریکا مایوسي څرګنده کړه
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله، مايک پامپیو دا خبره له دې امله کړې چې ترکیې له روسیې سره د مزائیلو د دفاعي سیسټم د معاملې د عملي کولو لپاره ګامونه پورته کړي دي
دې معاملې د ناټو د دواړو غرو ترمنځ روابط خراب کړي او په دفاعي چارو کې یې د دواړو د میلیاردونو ډالرو معاملې له ګواښ سره مخامخ کړي دي.
د روسیې ساخت د هوايي دفاع «S - 400» سیسټمونو او له بسته د جولای په دولسمه او دیارلسمه ترکیې ته ورسېده.
له هغه راهیسې، دا د ترکیې او امریکا د حکومتونو تر ټولو لوړ رتبه چارواکي دي چې خبرې کوي.
د امریکا او ناټو پوځي چارواکي وايي چې دا سیسټم د ناټو د پوځي سیسټمونو سره اړخ نه لګوي او د ناټو جنګي الوتکو ته ګواښ پېښوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پامپئو او چاوش اغلو د جولای په شلمه غږېدلي دی.