بریتانیا وايي د ایران پوځ په غیر قانوني ډول د دوی بېړۍ نیولې
د بریتانیا د تېلو د ټانکرونو لېږدونکې بېړۍ د جولای په ۱۹مه د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د هُرمز په تنګي کې ونیوه.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر، جرمي هنټ پرون د خپل حکومت له امنیتي چارواکو سره تر کتنې وروسته وویل: "دا کار هېڅ د منلو وړ نهدی. دا په هُرمز کې د بریتانیې د بېړیو د امنیت په اړه جدي پوښتنې راپېدا کوي."
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د جولای په ۲۲مه به خپل پارلمان ته جزئیات ورکړي.
د ایران سپاه پاسداران ګارد د جولای په نولسمه، وویل چې د بریتانیا یوه ټانکر لېږدونکې بېړۍ یې د هُرمز په تنګي کې نیولې ده.
د سپاه د عمومي اړیکو له دفتره په بیان کې ویل شوي د بریتانیا د تېلو بېړۍ چې «Stena Impero» نومېده، د دې لپاره چې پر نړیوالو سمندري قوانینو یې تېری کړی و، نیول شوې ده.