د هلمند والي: بهرني وسله وال د طالبانو په ملاتړ جنګېږي
د هلمند والي، تورن جنرال محمد یاسین پرون د جولای په شلمه، د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د بهرنیو وسله والو د حضور له امله یې په مارجه ولسوالۍ کې پوځي عملیات پېل کړي دي.
جنرال محمد یاسین: "په مارجه کې دوی د خلکو په کورونو او بازارانونو کې مرکزونه جوړ کړل او له هغه ځایه یې چرکي حملې کولې، حتی خارجي تروریستان لکه القاعده دلته راغلي وو چې د هلمند ولس ته معلومه خبر ده، نو موږ د عملیاتو پرېکړه وکړه."
د هلمند والي وویل چې په مارجه کې په پوځي عملیاتو کې پرمختګ شوی دی.
خو وسلهوالو طالبانو رد کړې چې بهرني وسلهوال یې په هلمند کې په ملاتړ جنګېږي.
له القاعده او نورو تروریستي شبکو سره د وسلهوالو طالبانو اړیکې هغه اساسي مسئله ده چې په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا او وسله والو طالبانو د سیاسي استازو ترمنځ بحث ورباندې کېږي.