غزني کې د ډګروال عبدالمبين محبتي د وژل کېدو په اړه د ارګ غبرګون
د افغانستان جمهوري رياست وايي، تروريستان نهشي کولاى په خپلو بُزدلانه حملو سره د هغو کسانو اراده کمزورې کړي چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ليکو کې ځانونه قربانوي.
جمهوري رياست پرون په غزني ولايت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا د قوماندان ډګروال عبدالمبين محبتي د وژل کېدو په عکس العمل کې دا خبره وکړه.
ډګروال محبتي پرون د غزني ولايت قرهباغ ولسوالۍ ته تللى و چې د وسلهوالو په حمله کې ووژل شو.
د غزني د ولايتي شورا مرستيال امان الله کامراني وايي، پهدې حمله کې د محبتي تر څنګ دوه نور پوځيان هم وژل شوي او ٤ نور ټپيان دي.
ښاغلى کامراني وايي، حمله د ملي اردو په يونيفورم کې دوو کسانو کړې چې دواړه په ځوابي بريد کې وژل شوي دي.