پاکستاني چارواکي: د ممبي د ۲۰۰۸ کال د حملې اصلي طراح نیول شوی
پاکستاني چارواکي وایي چې د هغې اسلامي سخت دریځې ډلې مشر چې په ۲۰۰۸ کال د ممبي د حملې اصلي طراح بلل کېږي، نیولی یې دی.
په دې حمله کې چې هند یې په پاکستان کې دېره جماعت الدعوه ډله مسؤله بللې، ۱۶۶ کسان وژل شوي وو.
د دې ډلې د مشر حافظ سعید د نیول کېدو خبر یوازې څو ورځې مخکې تر هغې ورکول کېږي چې په پام کې ده د پاکستان صدراعظم عمران خان د جولای په ۲۲مه واشنګټن ته لاړ شي او په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وګوري.
د پاکستان د پنجاب د ایالتي حکومت ویاند شهباز ګیل وویل چې سعید د پاکستان ګجران والا ښار ته نږدې نیول شوی او غیر قانوني ډلو ته د مرستو په راټولولو تورن شوی دی.
امریکایي او هندي چارواکو سعید تورن کړی چې په ممبي ښار کې پر دوو عصري هوټلونو، د یهودانو پر یوه مرکز او د ریلګاډي پر یوه تم ځای د حملو په پلانولو کې چې د لسو وسله والو له خوا ترسره شوي، مرسته کړې ده.
پاکستان او جماعت الدعوه دواړو په دې حمله کې لاس لرل رد کړي دي.
متحدو ایالتونو سعید ترهګر نومولی او د هغو معلوماتو په بدل کې چې د نوموړي نیول کېدو او محاکمه کیدو ته زمینه برابروي، لس ميلیونه ډالر جایزه ټاکلې ده.