د عدالت نړیواله محکمه د کلبوشان یادو په اړه خپل حکم اعلانوي
د عدالت نړیواله محکمه به نن د چهارشنبې په ورځ د کلبوشان یادو په اړه خپل حکم اعلان کړي.
کلبوشان یادو د هند د سمندري ځواک متقاعد افسر دی چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د پاکستان په بلوچستان کې د جاسوسۍ په تور نیول شوی دی.
اسلام اباد وایي چې کلبوشان د هند استخباراتي ادارو ته جاسوسي کوله.
د پاکستان یوې پوځي محکمې وړم ۲۰۱۷ میلادي کال هغه ته د مرګ سزا واوروله.
دې کار د هند غوصه وپاروله او د کلبوشان قضیه یې د عدالت نړیوالې محکمې ته راجع کړه.
هند وايي چې کلبوشان جاسوس نهدی.
نوي ډهلي ویلي پاکستان له دې چې دغه متقاعد سمندري افسر ته یې د لاسرسي اجازه نه ده ورکړې نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي.