پکتیکا: د مخالفینو یو مرکز او ۲ د وسلو زیرمتونونه لهمنځه وړل شوي
د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي چې افغان ځواکونو تېره ورځ ناوخته د دې ولایت د یوسفخېلو ولسوالۍ د خیربین په سیمه کې عملیات کړي چې په نتیجه کې يې د وسلهوالو مخالفینو یو مرکز او دوه د وسلو زیرمتونونه لهمنځه وړي دي.
د پکتیکا د امنیه قوماندانی ویاند شاه محمد ارین ازادي راډیو ته وویل چې پهدې عملیاتو کې وړمه ورځ پیل شوي او پرون پای ته ورسېدل، درې تنه وسلهوال مخالفین ژوندي نیول شوي او د وسلهوالو د وسلو دوه زیرمتونونه او یو مرکز يې لهمنځه وړي دي.
د نوموړي په وینا پهدې عملیاتو کې له وسلهوالو څخه د وسایطو ضد لسګونه ماینونه او نور مهمات لاس ته راغلي دي.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د دغو عملیاتو په اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.