ولسمشر غني: د سولې احتمالي هوکړه، پر ولسمشریزو ټاکنو اغېز نهلري
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سپټمبر تر لومړۍ نېټې د سولې احتمالي هوکړه، د ولسمشرۍ پر راتلونکو انتخاباتو اغېز نهلري او دا انتخابات به په خپل ټاکلي وخت ترسره کېږي.