د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ انتقادونه د زیاتېدو په حال کې دي
ډونالډ ټرمپ پرون د کانګرس د څلورو غړو د څرګندونو په اړه په غبرګون کې په سپینه ماڼۍ کې یوې غونډې ته وویل: هغوی یوازې شکایت کوي. دا خلک زموږ له هېواده کرکه لري، نو که دلته خوشاله نهدي، له دې ځايه تلای شي.
ټرمپ وروسته ټویټ وکړ چې: موږ به هېڅکله یو سوسیالیست یا کمونېست هېواد نهشو. که دلته خوشاله نه یاست، ولاړ شئ!
ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا خبرې له نیویارکه د کانګرس د غړې الکساندریه اوکازیو کورتیز، د مشیګن ایالت د وکیلي رشیده طالب، د مینیسوتا ایالت د وکیلې الهان عمر او د ماساچوست د وکیلي ایانه پرېسلي په اړه کړې دي.
د امریکا په کانګرس کې د دیموکرات ګوند دې څلورو غړو د امریکا پر ولسمشر دونالد ټرمپ په متقابله، لفظي حمله کې ویلي چې خبرې یې له تعصبه ډکې دي.
هغوی له ډیموکراټ ګونده غوښتنه کړې چې د ډونالډ ټرمپ د استیضاح پروسه پېل کړي.