لوګر چارواکي: پل علم کې هوايي حملې ۲۵ وسله وال وژلي
ډګروال عبدالمتین نن خبریالانو ته وویل چې پر وسله والو طالبانو چې پهدې سیمه کې را غونډ شوي وو، هوايي ځواکونو پرون ماښام بمبارد کړی دی.
خو د وسلهوالو طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد ویلي چې حمله پر یوه جومات شوې او ۲۴ ملکي وګړي په کې وژل شوي دي.
د لوګر د ولایتي شورا مشر ویلي چې په پرونۍ حمله کې د وسلهوالو طالبانو دوه قوماندانان، مولوی حمید او حبیب اخندزاده وژل شوي دي.
د وسله والو طالبانو ویاند په دې اړه څه نه دي ویلي.