د پروان بګرام ولسوالۍ کې د ممیزخونې د جوړولو چارې پيل شوې
د دغه ولایت د کرنې ریاست د مسؤلینو په وینا دغه مميزخونې د کرنې وزارت د بڼوالى او مالدارۍ د ملي پروګرام د خلکو په ۵۰ سلنې ونډې سره د درې میليونو ۶۰۰ زرو افغانيو په لګښت جوړوي.
د مسؤلینو په خبره هره مميزخونه به له ۱۵ څخه تر شلو مټريک ټنو انګورو د وچولو ظرفيت ولري او له هرې خونې څخه به له څلورو څخه تر پنځو مټريک ټنو پورې معياري مميز ترلاسه شي.