د اوکراين ولسمشر د «بوريس پيل» د محلي شورا منشي له جلسې اخراج کړ
پرون چهارشنبه دغه صحنه له ټلويزيونونو په ژوندۍ بڼه خپرېدله.
ولسمشر ولادیمير زلنسکي وويل: "وواياست چې واقعيت لري که نه؟ وبه ګورو. د بوريس پيل ښاري شورا يو منشي چې مخکې د جزا د قانون د ١٤٢مې مادې د درېيم بند پر اساس په غلا او سخت زيان اړولو مجرم پېژندل شوى دى. ايا دا تاسې ياست ياروسلاف هودونوک؟ له دې ځايه ووځه، زما اواز اورې؟"
ولسمشر زلنسکي پرون د بوريس پيل ښار د محلي شورا يوې جلسې ته ورغلى و چې د يوه روغتون په ګډون د ځينو پروژو په اړه وه.
پېژندل شوى کاميډين ولادیمير زلنسکي په اپرېل مياشت کې د اوکراين د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
هغه ژمنه کړې چې په اوکراين کې به هغه اداري فساد چې له څو کلونو راهيسې روان دى، له منځه يوسي.