د نړېوالې شورا په درجه بندۍ کې راشد له لومړي اتم مقام ته ښکته شو
وړاندې د افغان لوبډلې سلو توپ اچوونکی راشد خان د یو ورځينو لوبو په درجه بندۍ کې لومړی مقام درلود، خو د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام په سیالیو کې ترې دا مقام د هندوستان بومرا ونیو.
خو بل افغان لوبغاړي مجیب الرحمن بیا په دې درجه بندۍ کې شپږم ځای خپل کړی دی.
راشد خان د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام په سیالیو کې څومره چې ترې تمه کېده، ښه ونه شو لوبېدای ان له انګلنډ سره په لوبه کې پرې نړیوال ریکارډ هم جوړ شو.
په دغې لوبه کې دده په نهو اورونو کې له ۱۱۰ ډېرې منډې وشوې.
په ټوله کې دغه افغان لوبغاړي د نړیوال جام په نهو سیالیو کې اووه مقابل لوبغاړي اوټ کړل او ۴۱۶ منډې پرې وشوې.
همداشان د الراونډرانو په نړیواله درجه بندۍ کې بل افغان لوبغاړی محمد نبي هم له دوهم مقامه درېیم ته ښکته شوی دی.
په دې درجه بندۍ کې د محمد نبي ځای د انګلنډ بین سټوک نیولی دی.
د بنګله دېش شکېب الحسن بیا د الراونډرانو په درجه بندۍ کې خپل لومړی مقام ساتلی دی.