کندهار: ميوند او پنجوايي ولسواليو کې تر ٢٠ زيات طالبان وژل شوي
جګړه هغه وخت پيل شوه چې لومړى وسلهوالو طالبانو تېره شپه د ملي پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل.
د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي نن ازادي راډيو ته وويل:"د پنجوايي ولسوالۍ په دواب او موشان کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو حملې شوي چې په نتيجه کې يې د دښمن ٥ کسان وژل شوي او ٢ ټپيان دي. يو پوليس هم شهيد او ٤ ټپيان دي. د ميوند ولسوالۍ په کلاى ښامير کې هم پر پوستو حملې شوي چې په نتيجه کې يې د دښمن ١٧ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان شوي دي."
ښاغلى بارکزى وايي، په ټپيانو کې د طالبانو دوه مشهور قوماندانان هم شامل دي چې يو يې حافظ ملتان او بل حسيني نومېږي.
وسلهوالو طالبانو د دغو بريدونو په اړه څه نه دي ويلي.
وسلهوالو طالبانو له څو ورځو راهيسې د کندهار په ځينو ولسواليو کې خپلې حملې زياتې کړي دي.