امریکا: واشنګټن له جرمني غوښتي چې د سوريې شمال ته ځواکونه ولېږي
د سوريې ډموکراتيک ځواکونه چې کُردان يې رهبري کوي، د سوريې په شمال کې دېره دي.
د سوريې او د اسلامي دولت ډلې پر خلاف د تشکيل شوي ائتلاف لپاره د امريکا ځانګړي استازي جېمز جيفري «James Jeffrey» په هغه مرکه کې چې نن خپره شوې ويلي: واشنګټن د جرمني له پوځه غواړي چې روزنيز ځواکونه، لوژستيکي متخصصان او تخنيکي کارکوونکي ولېږي.
جېفري پهدې اړه د جرمني له ويلت ام سونتاګ ورځپاڼې او د جرمني له خبري اژانس سره خبرې کړې دي.
جېمز جيفري ويلي، له جرمني غواړي چې سوريې ته پلي ځواکونه ولېږي چې تر يوه حده د امريکايي ځواکونو ځاى ونيسي.
د سوريې لپاره د امريکا ځانګړي استازي ويلي، تمه لري چې د روانې ميلادي مياشتې تر پاى مخکې په دې اړه د برلين ځواب ترلاسه کړي.
امريکايي ځواکونه د سوريې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت او د اسلامي دولت ډلې پر خلاف په مبارزه کې د سوريې د ډيموکراتيکو ځواکونو ملاتړ کوي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرکال په ډسمبر مياشت کې اعلان کړه چې په پام کې لري، د سوريې له شماله ټول ٢٠٠٠ امريکايي پوځيان وباسي.