د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي کاناډا ته ځي
نوموړی به په دغو درې ورځني سفر کې چې نن یې پیلوي، په تورنتو کې په اوکراین کې د اصلاحاتو د پروسې د ملاتړ په کنفرانس کې چې مشري یې کاناډا او دا هېواد په ګډه کوي، ګډون وکړي.
په دغه درېیم نړیوال کنفرانس کې به د نړۍ د یو شمیر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، د نړیوالو سازمانونو د مشرانو او د مدني ټولنې د فعالانو په ګډون له ۳۰۰ زیات کسان ګډون وکړي.
زیلینسکي به په دې کنفرانس کې پر ګډون سربېره د کاناډا له صدراعظم جسټن ترودو او یو شمېر نورو جګپوړو چارواکو سره وګوري.
زیلینسکي ژمنه کړې چې په هېواد کې به اصلاحات پلي کوي او له فساد سره به مبارزه سختوي او هم به دا هېواد د اروپایي ټولنې او د ناټو د غړیتوب لارې ته برابروي.