یوناما: سوله او ټاکنې بايد يو او بل اغېزمن نه کړي
يوناما نن په خپله اعلاميه کې د دې ادارې د مشر تاداميچي ياماموتو په حواله ويلي چې دغه دواړه بهيرونه بايد يو او بل اغېزمن يا ټکني نه کړي.
د يوناما مشر ويلي چې ملګري ملتونه به په دغو دواړو برخو کې خپلې بشپړې همکارۍ ته دوام ورکړي.
په اعلاميه کې راغلي: افغانستان له ټاکنو وروسته د بحران دوام نه شي زغملاى.
يوناما دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کړي چې په پام کې ده د جمهوري رياست ټاکنې د تلې يا ميزان په ٦مه وشي.
په عين حال په قطر کې د طالبانو او امريکايي هيئت ترمنح د سولې اووم پړاو مذاکرې روانې دي.