ايران: «شاتګ» نهکوو او خپل د يورانيمو د غني کولو چاره چټکوو
ايران دا کار پهداسې حال کې کوي چې په اټمي تړون کې له خپلو ځينو مکلفيتونو تر شا کېدلو تهيې دوام ورکړى دى.
د ايران رهبر ايت الله علي خامنهاي نن د چهارشنبې په ورځ په خپل رسمي وېبسايټ کې ويلي:"بېلابېلو امريکايي چارواکو پر ايران تور لګولى او سپکاوى يې کړى دى. د ايران ملت به د دغو سپکاويو په وړاندې تر شا نهشي."
بلخوا د ايران د اټمي انرژۍ د سازمان وياند بهروز کمالوندي پرون صدا او سيما دولتي شبکې ته وويل، د يورانيمو غني کول به د هغه ضربالاجل له پاى ته رسېدو سره جوخت چټک شي چې پر اساسيې ايران نهشوى کولاى تر ٣٠٠ کېلو ګرامه زيات يورانيم غني کړي.
کمالوندي وويل: "د ضربالاجل په پاى کې به د غني کولو چاره چټکه شي."
د تهران او واشنګټن ترمنځ وروسته له هغې کړکېچ اوج ته ورسېد چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال له هغه اټمي تړون څخه چې د تهران او د نړۍ د پياوړو هېوادونو ترمنځ لاسليک شوى و، ووت.
د ٢٠١٥ میلادي کال د اټمي تړون له مخې نړيوالو پر ايران خپل بنديزونه لیرې کړي وو، په بدل کې ايران خپل اټمي پروګرام محدود کړى و.