د پروان امنيه قوماندان: تېره اوونۍ جنايي پېښې زياتې شوې وې
خو مل پاسوال محفوظ وليزاده له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، دوى ځيني اقدامات وکړل: موږ وتوانېدو د دل اغا په مشرۍ د غير مسؤلو وسله والو غلو يوه ډله پيدا کړو چې په دغه بانډ کې ٦ کسان شامل وو، وسايط يې غلا کول او له خلکو يې په زوره پيسې اخيستې چې زما، د امنيتي ارګانونو او د پروان د پوليسو د اندېښنې سبب شوی و.
د پروان امنيه قوماندان وايي، د غير مسؤلو وسله والو غلو د دې ډلې ٤ کسان نيول شوي دي.
ښاغلى وليزاده وايي، د پاتې نورو ډلو په وړاندې به هم چې په غير قانوني کارونو کې ښکېلې ګڼل شوي، اقدامات په پام کې لري.
د پروان اوسېدونکي وايي، د جنايي پېښو د مخنيوي لپاره دې تر دې جدي اقدامات وشي.