نیویارک ټایمز: ټرمپ پر ایران تأیید کړی برید ناڅاپه لغوه کړ
د امریکا دا معتبره ورځپاڼه وايي، په سپینه ماڼۍ کې د سختو بحثونو او خبرو وروسته پوځي او ډیپلوماتیکو چارواکو پرون تر ناوخته پورې د دې بریدونو د ترسره کېدو تمه درلوده.
نیویارک ټایمز دا راپور د څو داسې امریکايي چارواکو په حواله ورکړی چې یا یې په دې خبرو کې برخه لرله او یا پرې خبر شوي وو.
ورځپاڼه زیاتوي: په دې خبرو او بحثونو کې د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت لوړپوړي چارواکي او د کانګرس مشران ښکېل وو.
چارواکو ویلي، ولسمشر ټرمپ په پیل کې د رادار او د توغندیو د بیټریو په شمول پر څو ایراني اهدافو پوځي بریدونه تأیید کړي وو.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې دا بریدونه د جون د یووشتمې نېټې یعنې نن ورځ له سپیده داغ مخکې پلان شوې وو، څو د ایران د پوځي پرسونل او ولسي خلکو مرګ ژوبله کمه کړای شي.