د قرغزستان چارواکي د «ترکي خوږو» په نوم د هیروئینو قاچاق څېړي
د جرمني او پولنډ پر پوله د ګمرک چارواکو په یوه لارۍ کې ۶۷۰ کیلو ګرامه هیروئین وموندل چې د بشکیک مېشتي شرکت لهخوا بلجیم ته وړل کېدل.
د قرغزستان د کورنیو چارو وزارت نن پنجشنبې وویل چې یوه ښځه چې د الیت شوکو په نوم شرکت څېښتنه ده، د دې قضيې په تړاو د پلټنو لپاره ور غوښتل شوې ده.
د دې هېواد رسنيو د یادې ښځې نوم عایده جولدوشیوا ياد کړی دی.
د سې شنبې په ورځ د جرمني د ګمرک پولیسو وويل چې قاچاق وړونکو غوښتل هيروئین د ترکي خوږو په نوم تېر کړي.
دا په جرمني کې نيول شوي تر ټولو لوی مقدار هیروئين دي چې ارزښت یې ۵۶ میلیونه ډالر اټکل شوې ده.