د جون شلمه په نړۍ کې کډوالو نړیواله ورځ ده
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وایي چې په تېرو څلورو کلونو کې شاوخوا درې لکه افغانان له بهره خپل هېواد ته ستانه شوي دي، خو لا هم په میلیونونو افغانان په پاکستان او ایران کې ژوند کوي.
سید حسین عالمي بلخي ازادي راډیو ته وویل: "په ایران کې نهه لکه او پنځوس زره کارت لري، څلور نیم لکه پاسپورټ لري او شاوخوا اته لکه هم اسناد نهلري. په پاکستان کې یو اعشاریه څلور میلیونه کارت لري او نژدې اته لکه نور هم راجسټر شوي دي."
ښاغلي بلخي زیاته کړه چې په پاکستان کې څلور لکه نورو افغانانو مؤقتي اسناد ترلاسه کړې دي او ګڼ نور لا پهدې هېواد کې بې اسناده ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې تېرکال له سوریې وروسته تر بل هر هېواد ډېر افغانان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.
په افغانستان کې پروسږکال د جګړو او وچکالۍ له امله په سلګونو زره کسان د هېواد دننه د خپلو کورونو پریښودو ته مجبوره شول.