د جون اولسمه د وچکالۍ پر ضد د مبارزې نړیواله ورځ ده
که څه هم سږ کال د افغانستان په ګڼو سیمو کې ورښتونه شوي، خو لا هم په ځینو سیمو کې د وچکالیو خطر موجود دی.
جوزجان یو له هغو سیمو دی چې مالداران یې له وچکالیو اندېښمن دي.
د جوزجان یوه اوسیدونکي شېرمحمد ازادي راډیو ته وویل: "ما درې سوه پسونه درلودل، اوس لس دانې هم نه لرم. وچکالۍ هر څه ختم کړل. موږ خپل پسونه په دوه زره افغانیو خرڅ کړل خو اوس د شبرغان په بازار کې یو پسه په اته زره افغانیو خرڅوي."
د جوزجان د کرنې ریاست هم تأییدوي چې وچکالیو شنې سیمې ختمې کړي او څاروي د وښو د نشتوالي په خاطر تلف شوي.
مخکې د افغانستان د افغانستان د کرنې وزارت ویلي چې په زیانمنونکو سیمو کې یې د مالدارانو د زیانونو د مخنیوي لپاره یو لړ اقدامات کړي دي.