ايران: پر تهران د واشنګټن بنديزونه، د منځني ختيځ امن ته ګواښ پېښوي
حسن روحاني دا خبره نن د قرغزستان په پلازمېنه بشکيک کې د شانګهاى د همکارۍ سازمان سرمشريزې ته وکړه.
دا پهداسې حال کې ده چې د امريکا متحدو ايالاتونو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو پرون په عمان خليج کې د تېلو پر يوې جاپانۍ او يوې نارويژۍ تجارتي ټانکرونو حملې د ايران کار وباله چې د امريکا سمندري ځواکونو بيا دغه ټانکرونه بدرګه کړل.
ايران په دغو حملو کې خپل هر ډول ارتباط رد کړى دى.
د ايران ولسمشر هم په خپلو خبرو کې پرونيو حملو ته اشاره ونه کړه.
خو حسن روحاني سرمشريزې ته وويل، د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د يو اړخېز پالنې د هغې اوبا مسووله ده چې تر بل هر وخت يې نړيواله ټولنه له چنلج سره مخامخ کړې ده.
د هغه اشاره د تهران او د نړۍ د پياوړو هېوادونو ترمنځ له اټمي تړون څخه د واشنګټن د وتلو پرېکړې ته وه.
حسن روحاني وويل، ايران به د دغه تړون درناوي ته دوام ورکړي او د اټمي تړون له پاتې لاسليکوونکو يې هم د خپلو تعهداتو د پرځاى کولو غوښتنه وکړه.
په سرمشريزه کې د شانګهاى د همکارۍ سازمان د دايمي غړو روسيې، چين، قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان، هندوستان او پاکستان رهبران برخه لري.
په سرمشريزه کې افغانستان، بېلاروس، ايران او منګوليا هم ګډون کړى چې د شانګهاى د همکارۍ سازمان څارونکي غړي دي.