«ای.او.اېم»: ۲۰۵،۸۲۹ افغان کډوال له ایران او پاکستانه ستانه شوي
«ای.او.اېم» په یوه بیان کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو ویلي چې دا کډوال د روان میلادي کال له پیله د روانې جون میاشتې تر لومړیو پورې هېواد ته ستانه شوي او ډېره برخه یې چې شمېر یې نژدې ۱۹۶ زرو ته رسېږي، له ایرانه راغلي دي.
د کډوالو نړیوال سازمان اټکل کوي چې د روان کال تر پایه ښايي له پنځه لکه اویا زرو زیات افغان کډوال په ایران کې د اقتصادي بحران له کبله افغانستان ته ستانه شي.
د ۲۰۱۸ کال په اوږدو کې له ۷۷۳ زرو زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شول.
د «ای.او.اېم» د ارقامو له مخې له ۲۰۱۲ میلادي کال وروسته له ۳،۲ میلیون زیات افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي خو په عین حال کې د جګړو او وچکالیو له کبله له درې نیم میلیون زیات نور خلک په هېواد کې دننه د خپلو مېنو پریښودو ته اړ شوي دي.