کونړ: د ناړۍ -غازياباد او غازياباد- اسمار ترمنځ عملیات پیل شوي
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له تېرو څو کلونو راهیسې د ناړۍ – غازياباد او غازياباد- اسمار ولسوالیو ترمنځ لاره کې وسلهوالو طالبانو د عامو خلکو او د افغان ځواکونو پر وړاندې ستونزې جوړې کړې وې چې د همدې ستونزو او ګواښونو لېرې کولو لپاره يې عملیات پیل کړي دي.
هغه وايي، په پیل شویو عملیاتو کې يې زیاتې سیمې له وسلهوالو طالبانو پاکې کړي او مخالفینو ته يې ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده.
د کونړ امنیه قوماندانۍ مرستیال حاجي محمد یوسف اوسمهال د یادو عملیاتو مشري پر غاړه لري او وايي، ولس ورسره پوره همکار دی.
د یادو ولسوالیو اوسیدونکي د عملیاتو پر پیل او په لاره کې د نویو امنیتي پوستو پر جوړولو خوښ دي.
تراوسه وسلهوالو طالبانو د یادوعملیاتو په اړه او د حکومتي چارواکو د ادعا په اړه څه نهدي ویلي.