د غزني په مقر ولسوالۍ کې د اورلګېدنې له امله ۱۳ تنه زخمیان شوي
د غزني د عامې روغتیا رئیس ظاهرشاه نېکمل نن د جون په ۱۱مه، ازادي راډیو ته وویل: "نن د مقر ولسوالۍ په بازار کې د تیلو په یو ټانک کې اور لګېدلی و او د ټانک څښتن له خلکو مرسته غوښتې وه. د اور د تېزېدو له امله دا کسان زخمیان شوي دي."
د غزني د عامې روغتیا رئیس ویلي چې ښايي د سوځېدلو کسانو شمېر تر دې لوړ وي.
سوځيدلي کسان د درملنې لپاره د غزني کلینیک او کابل ته لېږدول شوي دي.