د هرات له مرکزي زندانه ۳۸ طالبان خوشې شول
دا کسان د اختر په مناسبت د ولسمشر اشرف غني د امر په بنسټ د خوشې شویو طالب زندانیانو په ډله کې شامل دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل، له زندانه خوشې شویو کسانو ژمنه کړې چې د خپلو سیمو د امنیت په تامین کې به له حکومت سره همکاري کوي.
نوموړی وايي، ټاکلي هیئت د دې طالب زندانیانو دوسیې تر خوشې کېدو مخکې په هر اړخیزه توګه څېړلې دي.
افغان ولسمشر د اختر په مناسبت د سلګونو طالب زندانیانو د خوشې کېدو امر کړی چې ځینو کسانو یې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا کار به د نا امنیو د زیاتېدو سبب شي.