خلیلزاد له جرمني چارواکو سره په افغانستان کې پر دایمي سولې خبرې وکړې
خلیلزاد نن سهار په ټویټر باندې لیکلي چې د جرمني په پلازمېنه برلین کې یې د پرون او وړمې ورځې خبرې رغنده وې.
خلیلزاد وايي چې د جرمني د ملي امنیت او بهرنیو چارو له سلاکار جان هیکیر، د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر اندریاس میکایلیس او د افغانستان لپاره د جرمني له خاص استازي مارکوس پوتزیل سرهیې لیدلي.
ښاغلي خلیلزاد همداراز ویلي چې د جرمني په کوربهتوب د افغان سولې لپاره د امریکا-اروپا د یوه ګروپ غونډه هم وشوه.
هغه ویلي چې د دغه ګروپ د غونډې تمرکز د سولې پروسه او راتلونکې بینالافغاني خبرې وې چې کوربهتوب یې جرمني او قطر کوي او د اسلو په مجمع کې هم پرې بحث کېږي.
د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د مې له ۳۱مې دا سفر پیل کړی او تر جرمني مخکې پاکستان ته تللی و.
تمه ده دی افغانستان، بلجیم، متحده عربي اماراتو او قطر ته هم سفر وکړي.