اوچا: د هرات ۴۲زره زلزله کسانو سره مرسته شوې
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، تېرو دوو اوونیو کې یې د هرات دوه څلویښت زره زلزله ځپلو کسانو ته غیر خوراکي مواد او د نورو اړینو توکو مرسته رسولې ده. شاوخوا شل ورځې وړاندې په هرات کې زوروره زلزله وشوه چې د دغه ولایت د لویدیځ ګڼ کلي یې ویجاړ کړل. له لومړۍ زلزلې وروسته هم په دغې سیمه کې د لږ تر لږه څلورو نورو زلزلو او ګڼ شمېر ټکانونو راپورونه ورکړل شول. اوچا تېر ماښام پر خپله ایکسپاڼه ولیکل چې له زلزله ځپلو سره یې په مرستو کې خیمې، کمپلې، پلاستیکي ترپالونه او نور اړین توکي شامل دي. Читать дальше...