افغان کرکټ ملي لوبډله له بنګلهدېش سره درېيمه يو ورځنۍ سیالي لري
افغان کرکټ ملي لوبډله سبا له بنګلهدېش لوبډلې سره درېيمه يو ورځنۍ لوبه کوي. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له بنګلهدېش سره درېيمې يو ورځنۍ لوبې ته چې سبا سې شنبه به ترسره شي، تياری نيسي. افغان لوبډلې د درېیو یو ورځنیو لوبو په ترڅ کې د شنبې په ورځ هم د بنګلهدېش ټیم ته ماتې ورکړه او لوبلړۍ یې خپله کړه. ټاکل شوې د دې لړۍ وروستۍ لوبه سبا په چاټوګرام سټډیوم کې ترسره شي. د کرکټ د نړیوال جام سیالیو کې چې د اوکټوبر په پنځمه په هند کې پیلېږي، د افغانستان لومړنۍ لوبه به هم د اکټوبر په اوومه نېټه له بنګلهدېش سره وي.