اوچا: مرستندویه ادارې په ننګونکي چاپېریال کې افغانانو ته مرستې رسوي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وایي، مرستندویه ادارې په افغانستان کې د خورا ننګونکي عملیاتي چاپېریال سره سره هڅه کوي چې ميلیونونو وګړو ته د ژوند ژغورنې مرستې ورسوي. اوچا پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې وویل چې نادولتي کورنۍ او نړیوالې موسسې په دغو هڅو کې مهم رول لوبولی او دې رول ته به دوام ورکړي. طالبانو په نادولتي موسسو کې پر ښځینه کارکونکو لګول شوی بندیز تېره میاشت د ملګرو ملتونو ادارو ته هم وغځاوه، چې دې مسئلې په افغانستان کې د مرستو رسولو چارې ډېرې اغېزمنې کړې دي. Читать дальше...