آی پي ایل؛ نوراحمد ته په لومړي ځل د لوبېدو موقع ورکړل شوه
د هندوستان غوره لیګ يا آي پي ایل په۲۳مه سیالۍ کې راجستان خپلې سيالې ګجرات لوبډلې ته د ۳ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه. دغه سیالي چې د یکشنبې ماښام ناوخته ترسره شوه، ګجرات د ۷ وېکټو په تاوان د ۱۷۸ منډو هدف ټاکلی و. د ګجرات په توپوهونکو کې ډېوېډ میلر او شبمن ګیل په ترتیب سره ۴۶ او ۴۵ منډې وکړې. راجستان لوبډلې ته په توپ اچونه کې سندیپ شرما ۲ لوبغاړي وسوځول. که څه هم په دې سیالۍ کې تر وروستۍ شېبې د لوبې اړخ نه معلومېده، خو د شیمرن هېټمایر او سانجوسامسون نیمه سلیزو راجستان ته یوه بله بریا ورکړه او د نومرو په جدول کې یې لومړی مقام خپل کړ. Читать дальше...