Добавить новость
World News in Pashto





160*600

Новости сегодня на DirectAdvert

Новости сегодня от Adwile

Актуальные новости сегодня от ValueImpression.com


Опубликовать свою новость бесплатно - сейчас



Август
2022

Новости за 17.08.2022

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د یوه جومات دننه چاودنه شوې

نن چهارشنبه ماښام د کابل ښار په شمال کې د یوه جومات دننه چاودنه شوې ده. د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډیو ته په یوه لېږل شوي پیغام کې پېښه تایید کړې ده. هغه لیکلي: "د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د یوه جومات دننه د ماښام لمانځه پرمهال چاودنه رامنځته شوې چې متاسفانه تلفات لري." هغه د چاودنې بڼې او اوښتو تلفاتو په اړه جزییات ورنه کړل، خو په خبره یې د طالبانو امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او څېړنې پیل شوي دي. د سیمه ییزو رسنیو د معلوماتو پر بنسټ د خیرخانې... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

روسیه کې ګډ نظامي تطبیقات؛ چینايي سرتېري هم ګډون کوي

پیکنګ وایي، روسیې ته به یو پوځي جزوتام واستوي چې د هند، بېلاروس، منګولیا او تاجکستان په ګډون له یو شمېر هېوادونو سره په پوځي تمرینونو کې ګډون وکړي. د چین دفاع وزارت نن وویل چې په دغو ګډو پوځي تطبیقاتو کې ګډون له اوسني نړیوال او سیمه ییز وضعیت سره تړاو نه لري چې ښکاري اشاره یې پر اوکراین د روسیې روان یرغل ته ده. په یوه بیان کې ویل شوي چې په دې تمرینونو کې له ګډون څخه یې هدف دا دی چې د ښکېلو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړیکې پراخې، ستراتیژیکه همکاري پیاوړې او د مختلفو امنیتي ګواښونو په وړاندې د غبرګون وړتیا زیاته شي.

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: لا هم افغانستان کې ډېرې میندې د زېږون پرمهال مري

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق وایي، په آسیا پاسفیک سیمه کې افغانستان هغه هېواد دی چې تر ټولو زیاتې میندې د زېږون په مهال په کې مري. دغې ادارې نن په یوه ټوېټ کې ویلي چې په دې هېواد کې په هرو سل زره میندو کې چې ماشومان زېږوي، ۶۳۸ یې مري. دغې اداري ویلي چې که د میندو روغتیا ته سمدستي او دوامداره پاملرنه ونه شي نو تر۲۰۲۵ کال پورې به دوی د ۵۱ زره نورو میندو د مړه کېدو شاهدان واوسي. د تېرکال په اګسټ کې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو وروسته چې له افغانستان سره نړیوالې مرستې کمې شوې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوچا: د اقلیم د بدلون اغېزې ویجاړونکې دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کونکې اداره یا اوچا وایي، د اقلیم د بدلون اغېزې ویجاړونکې دي. اوچا په یوه ټوېټ کې ویلي چې بشرپاله لوبغاړو په افغانستان کې د جون له میاشتې راهیسې د شدیدو ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو له زیانمن شویو ۵۵ زره کسانو سره بېړنۍ مرستې کړي دي. اوچا ویلي چې دغه زیانمن شوي له ژمي د مخه نور ملاتړ ته اړتیا لري. په دې وروستیو کې د ننګرهار، پروان، کاپیسا، غزني او ارزګان په ګډون د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د شدیدو وروښتونو په نتیجه کې ناڅاپي سېلابونه راوتلي چې په لسګونو کسانو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د افغانستان ځينې زده کوونکي د طالبانو د واکمنۍ يو کال څنګه ارزوي؟

افغان طالبانو د اګست پر ۱۵مه پر کابل د خپل واکمنۍ د يوه کال پوره کېدو په لړ کې ولسي غونډې جوړې کړې وې. د دوی په واکمنۍ امنيت په پرتليزه توګه ښه شوی دی خو ورسره په دې هېواد کې بېوزلي او بېکاري زیاته شوې او د تعليم کچه هم کمه شوې ده.

Pa.azadiradio.com 

ایران له امریکا سره د بندیانو تبادلې لپاره چمتووالی وښود

تهران وایي، چمتو دي چې له متحدو ایالتونو سره بندیان تبادله کړي او له ولسمشر جو بایډن غواړي څو اقدام وکړي او په دې برخه کې موجوده خنډونه لرې کړي. تهران له اوږدې مودې راهیسې هڅې کړي چې له لسو زیات هغه کسان چې په متحدو ایالتونو کې بندیان دي وروسپارل شي او واشنګټن بیا هڅه کړې چې د سوداګر سیامک نمازي په ګډون یو شمېر هغه کسان چې د ایران او امریکا دوه ګونی تابعیت لري آزاد کړي. نمازي په ۲۰۱۵ کال کې په ایران کې بندي شوی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کاناني په یوه خبري غونډه کې وویل چې ایران... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

خيبر پښتونخوا کې د وسله والو طالبانو د فعاليتونو پرضد د "ولسي پاڅون" لاملونه او اغېز؟

په دي وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په دير او سوات کې وسلوال طالبان راڅرګند شول چې پرضد يې هلته ولسي مظاهرې وشوې. د مشال تر رڼا لاندې کې د دغه "ولسي پاڅون" لاملونه او اغېز د چارو له پوهانو سره څېړل شوي دي.

Mashaalradio.com 

بلوچستان کې سېلاوونو پینځه نور کسان وژلي دي

د لېويز چارواکو مشال رېډيو ته ویلي چې د اګست پر ۱۶مه د کلاعبدالله په اجرم سیمه کې یو موټر چې ۱۶ کسان پکې سپاره ول، سېلابي اوبو يووړ چې د دوی په خبره، پکې يې ۱۱ کسان ژوندي ژغورلي خو  د دوو ماشومانو او درې ښځو مړي يې د شپې ناوخته وموندل.

Pa.azadiradio.com 

ريچارډ بنيټ: طالبانو افغانستان کې پر 'څېړنيزه خبريالۍ' بنديز لګولی

د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ وايي، طالبانو په افغانستان معلوماتو ته د لاس‌رسي مخه نیولې. ریچارډ بنیټ پرون د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ته خپله انلاین وینا کې ویلي، طالبانو ان د ساده خبري پوښښ لپاره اطلاعاتو ته لاس‌رسی محدود کړی دی. ریچارډ بنیټ چې د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د بشري وضعیت د څارنې لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه ټاکلی، پرون یې د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې ته انلاین وینا کې ویلي، طالبانو  څېړنیزه خبریالي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ګوتيريش سبا د ترکيې او اوکراين له ولسمشرانو سره وګوري

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتیریش به سبا د اوکرایین او ترکیې له ولسمشرانو ولودمیر زلنسکي او رجب طیب اردغان سره په اوکرایین کې وګوري. ښاغلی ګوتریش به په‌دې سفر کې د تورې بحیرې له هغه بندره کتنه وکړي چې د پنځه میاشتنې ځنډ وروسته يې بېرته د غلو په صادراتو پیل کړی. ټاکل شوې ده چې د اوکرایین ولسمشر ولادمیر زلنسکي او انتونې ګوتریش به د ژاپورژیا اټومې بټې په اړه؛ چې په‌دې وروستو کې د روسي ځواکونو تر حملو لاندې وه او د نړیوال اټومې اژانس اندېښنې یې راپارولې وې، هم خبرې وکړي.

Pa.azadiradio.com 

د روغتيا نړيوال سازمان: د افغانستان روغتيايي سيستم د کارکوونکو له کمښت سره مخ دی

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د افغانستان روغتیايي سیستم د روغتیايي کارکونکو له کمښت سره مخ دی. د دې سازمان له لوري په تازه خپور شوي راپور کې، چې په رسمي ویب پاڼه یې خپور شوی راغلي، چې د لسیزو جګړو، بې ځایه کېدنو، د ناروغیو خپرېدو او طبیعي پېښو په افغانستان کې په پراخه کچه تاوانونه اړولي دي. دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې په شديد نس ناستې د لسګونه زره کسانو د اخته کېدو راپورونه ورکړي وو. ډبیلو ایچ او یا د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي دي ... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پښتون قامي امن جرګې د حکومت او طالبانو ترمينځ د خبرو اترو اوسنۍ بڼه رد کړه

په پېښور کې د اګست پر ۱۵مه د عوامي نېشنل ګوند په کوربه توب "پښتون قامي امن جرګه" وشوه چې پکې د بېلا بېلو ګوندونو استازو، استادانو، شاعرانو او پوهانو ګډون وکړ. ګډونوال پر ۱۱ غوښتنو سلا شول او په يوه خوله يې له تحريک طالبان پاکستان سره د حکومتي مذاکراتو اوسنۍ بڼه رد کړه.

Pa.azadiradio.com 

بايډن ته د سپټمبر د ۱۱مې قربانيانو د ځینو کورنیو ليک: د افغانستان شتمني افغانانو ته ورکړه

د سپټمبر د یوولسمې د پېښې د قربانیانو کورنیو د امریکا جمهور رئیس ته یو لیک کې له هغه غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې پانګه د دوی پر ځای افغانانو ته ورکړي. په دې لیک کې چې يو شمېر امريکايي رسنيو خپور کړى راغلي، له دې اووه میلیارډه ډالرو د سپټمبر د ۱۱مې پېښې د قربانیانو کورنیو ته په هر نوم پیسې ورکول له قانوني اړخه شکمن او له اخلاقي پلوه نا سم عمل دی. د سپټمبر د یوولسمې په پېښه کې د قرباني شویو ۸۰ کورنیو په یوه لیک چې د امریکا ولسمشر ته یې استولی، له هغه غوښتل شوي، چې د افغانستان کنګل شوې پانګه، افغانانو ته وسپاري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امريکا او اروپايي ټولنه د اټومي تړون د بيا ژوندي کېدو په اړه د ايران پر ځواب غور کوي

د امریکا متحده ایالات او اروپایي ټولنه هغه ځواب مطالعه کوي چې ایران د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون د بیا را ژوندي کېدو لپاره وروستۍ موافقې ته ورکړی دی. ایراني رسمي او نیمه رسمي رسنیو ویلي چې ښایي یوه موافقه ترلاسه شي، خو اروپایي ټولنې چې په دې اړه خبرې همغږي کړي ویلي چې دا به له وخته مخکې وي چې وویل شي د یوې موافقې ترلاسه کېدو ته نږدې شوي دي. وروسته له هغې چې تهران وړمه ورځ د اروپایي ټولنې همغږه کونکي ته خپل نظرونه د ایران د اټومي تړون د بیا را ژوندي کولو لپاره د یوې نهایي موافقې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: مولوي مهدي مجاهد مو وواژه

د طالبانو حکومت دفاع وزارت اعلان وکړ چې د دوی پخوانی ملګری مهدي مجاهد چې اوس‌مهال له دوی سره په جګړه بوخت و، وژلی دی. مهدي مجاهد د طالبانو په لیکو کې یوازینی هزاره قوماندان و چې په وروستیو کې یې خپله لار له طالبانو جلا کړه. د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي ازادي راډیو ته وویل، مولوي مهدي د هرات ولایت اړوند سرحدي سیمه کې چې غوښتل یې ایران ته وتښتي، د دوی عسکرو وژلی. نوموړي وويل: "پرون ماښام مولوي مهدي هغه کس چې وړاندې یې د سرپل په بلخاب کې بغاوت کړی و او وروسته غرونو ته تښتېدلی... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پښین کې سېلاوونو د مڼو باغونو ته د یو نیم ارب روپیو زیان اړولی

د بلوچستان د پښتین په مندوزیو او شاوخوا سیمو کې د وسې او بیا وروسته د پشکال د ورښتونو له وجې سېلاوونو د مڼو باغونو ته لوی زیان اړولی دی. د پښین د کرنې اداره وايي، سېلاوونو کروندګرو ته د شاوخوا یو نیم اربه (مېلیارده) روپیو زیانونه ور په برخه کړي دي. ویډیويي رپورټ.

Mashaalradio.com 

د طالبانو حکومت دې پر رسنيو له بندېزونو لګولو ډډه وکړي: مشتاق يوسفزي

په مشال مرکه کې د افغان چارو پوه او خبريال مشتاق يوسفزي ملېمه دي. نوموړي له تېرو ۲۲ کالو راهيسي د قبایلي ضلعو او افغانستان چارو په اړه راپورونه او شنني کوي. مشتاق يوسفزي په مرکه کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمېندو يو کال پوره کېدو او په دي موده کې رسنيو او خبريالانو ته پر ورپيښو ستونزو خبري کړي دي. دې وايي، طالبانو حکومت له پکار ده چې په رسنيو قدغن لګولو څخه ډډه وکړي. د خپروني کوربه ګل اياز دی.

Pa.azadiradio.com 

لندسي ګراهام: پر امريکا له افغانستانه د تروريستي بريد امکان شته

امریکایی سناتور لندسي ګراهام وایي، پر امریکا او متحدانو یې د داسې تروروستي برید امکانات شته چې ریښه یې په افغانستان کې وي. ښاغلي ګراهام په ټویټر کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د القاعده رونیز کمپونه د بیا را ژوندي کېدو په حال کې دي. په افغانستان کې د القاعده شبکې هلو ځلو ته وروسته تر دې اندېښنې زیاتې شوې دي چې د تېرې جولای میاشتې په وروستیو کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د کابل په شېرپور کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. د طالبانو حکومت ويلي دي، تر اوسه يې داسې شواهد نه... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

حکومت او تحریک طالبان ترمینځ د "ليکل شوي سند" په اړه د محمد علي سيف مرکه

د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترمينځ د سولې د ممکنه تړون په اړه يو ليکل شوی سند مشال رېډيو ته په لاس ورغلی چې پکې دواړو خواوې د نګران، مصالحتي، د زیانونو پوره کولو او د قیديانو لپاره د څلورو کمېټيانو پر جوړولو سلا شوې دي. په سند کې ليکل شوي چې “ټي ټی پي به له افغانستانه پاکستان ته وراوښتونکو طالبانو نومونه له امنيتي ځواکونو سره شريکوي او هغوی به ورته اسانتياوې برابروي.” د پاکستان حکومت په رسمي توګه د دې سند تصديق نه کوي. زموږ همکار مجید بابر له طالبانو سره د پاکستان سیاسي او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

استراليا يو شمېر افغان ورزشکارانو ته پناه ورکړې

استرالیا نن وویل چې د توکیو په المپیک کې د افغانستان د بیرغ لېږدونکې کیمیا یوسفي او یو شمېر نور افغان لوبغاړو ته یې له خپلو کورنیو سره په استرالیا کې پناه ورکړې ده. د استرالیا د المپیک کمېټې وویل چې د المپیک په ارتباط یې په وروستیو کې پنځه افغانې کورنۍ منلې دي. د جون له میاشتې را وروسته تر اوسه یو دېرش افغان لوبغاړي استرالیا ته رسېدلي دي. د تېر جمهوري نظام له سقوط وروسته يو شمېر ورزشکارانو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې پناه اخيستې ده.

Pa.azadiradio.com 

د کريميا په شمال کې د روسيې مهماتو په يوه زېرمه کې چاودنه شوې

د روسیې دفاع وزارت وايي، د کریمیا په شمال کې پرون سې شنبه د روسیې د مهماتو یوه زېرمه کې چاودنه وشوه. د وزارت په خبره په پېښه کې لږ تر لږه دوه کسان ټپیان شوي او د شا و خوا سیمو د زرګونو کسانو د تخلیې سبب شوه. دغه وزارت دا پېښه د سبوتاژ یوه هڅه ګڼلې ده. په عین حال کې خبري اژانسونو راپور ورکړی، چې تر دې پېښې وروسته د دژانکوی سیمې په یوه برېښناکوټ کې بله چاودنه وشوه. دا  سیمه د روسیې له خوا اشغال شوې ده. دا لا معلومه نه ده دغه دوې پېښې چې هم‌ماله شوي، کوم ارتباط سره لري که نه. که څه هم اوکرایني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې هره مياشت ۲۴زره ميندې نوي ماشومان زېږوي

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې هره میاشت ۲۴زره میندې نوي ماشومان زېږوي. د دې ادارې په خبره دغه میندې د زېږون پر مهال د روزل شویو قابله ګانو او دایه ګانو ملاتړ ته اړتیا لري، په ځانګړي ډول په اوسني وخت کې چې په افغانستان کې بشري بحران اوج ته رسېدلی دی. تر دې مخکې هم شکایتونه کېدل چې د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې خلکو ته وړ روغتیايي خدمات نه وړاندې کېږي. په لیرې پرتو سیمو کې د سم روغتيايي خدماتو نه وړاندې کول او د قابلو نشتون له امله ډېری وخت د مور او ماشوم مړینه رامتځته کېږي.

Pa.azadiradio.com 

هلمند او کندهار کې ۲۵ زره کروندګرو سره مرستې شوي

ملګري ملتونه وايي، په هلمند او کندهار ولایتونو کې ۲۵زره کروندګرو د معیشت په برخه کې مرستې ترلاسه کړې. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو څانګې پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، وروسته له هغې چې د کوکنارو پر کښت بندیز ولګېد، د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې د بېوزلۍ او د خوړو د نه خوندیتوب په وړاندې بل بدیل وړاندې نه شو. ملګري ملتونه وايي د نشه یي توکو او جرمونو په وړاندې د دوی د مبارزې څانګې په هلمند او کندهار کې بزګرو ته دغه ملاتړ برابر کړی. د ملګرو ملتونو په وینا، هلمند او کندهار د افغانستان په سطحه د تاریاکو ۷۲ فیصده برخه تولیدوي. Читать дальше...



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



123ru.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Не нравится, не хотите слышать — не читайте, читаете — будьте взаимно вежливы и корректны в своих высказываниях. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 123ru.net — обозреватель новостей. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. 123ru.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от 123ru.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.


Новости от наших партнёров в Вашем городе


123ru.net — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 123ru.net.

Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.



123ru.net — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.

Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.







Другие популярные новости дня сегодня


123ru.net — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 123ru.net.

Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.



Новости 24/7 Все города России




Загрузка...


Топ 10 новостей последнего часа






Персональные новости

123ru.net — ежедневник главных новостей Вашего города и Вашего региона. 123ru.net - новости в деталях, свежий, незамыленный образ событий дня, аналитика минувших событий, прогнозы на будущее и непредвзятый взгляд на настоящее, как всегда, оперативно, честно, без купюр и цензуры каждый час, семь дней в неделю, 24 часа в сутки. Ещё больше местных городских новостей Вашего города — на порталах News-Life.pro и News24.pro. Полная лента региональных новостей на этот час — здесь. Самые свежие и популярные публикации событий в России и в мире сегодня - в ТОП-100 и на сайте Russia24.pro. С 2017 года проект 123ru.net стал мультиязычным и расширил свою аудиторию в мировом пространстве. Теперь нас читает не только русскоязычная аудитория и жители бывшего СССР, но и весь современный мир. 123ru.net - мир новостей без границ и цензуры в режиме реального времени. Каждую минуту - 123 самые горячие новости из городов и регионов. С нами Вы никогда не пропустите главное. А самым главным во все века остаётся "время" - наше и Ваше (у каждого - оно своё). Время - бесценно! Берегите и цените время. Здесь и сейчас — знакомства на 123ru.net. . Разместить свою новость локально в любом городе (и даже, на любом языке мира) можно ежесекундно (совершенно бесплатно) с мгновенной публикацией (без цензуры и модерации) самостоятельно - здесь.



Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net