د انتخاباتو کمېسیون: ۳ واړه ټاکنې په یوه وخت نهشي کېدای
د دې کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني نن د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د وخت د کموالي له امله دا درې واړه ټاکنې په یوه وخت نهشي کېدای.
د مېرمن نورستاني په وینا د ولایتي شوراګانو او د غزني پارلماني ټاکنې به د جمهوري ریاست تر انتخاباتو وروسته وشي.
دا چې د ولایتي شوراګانو او د غزني پارلماني انتخابات به دقیقاً کله کېږي، د انتخاباتو د کمېسیون مشرې يې په اړه څه ونه ویل.