غور کې ځینې بې دندې خبریالان سختو کارونو ته اړ شوي
وروسته له دې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، یو شمېر خبریالان بې دندې شول. ګل احمد الماس د غور یو سیمه ییز خبریال دی چې اوس د خپل ژوند د مخ ته وړلو لپاره اړ شوی چې د فېروز کوه ښار له غرونو خس راټول کړي او په بازار کې یې وپلوري. هغه وايي پرته له دې کاره بله لاره نه لري. د افغانستان د ژورنالېستانو ملي اتحادیې یوه نوې سروې ښیې چې په افغانستان کې رسنۍ او ژورنالېستان له جدي ننګونو په ځانګړي ډول د طالبانو له واکمنۍ وروسته معلوماتو ته نه لاسرسی، امنیت او اقتصادي ستونزو سره مخ دي. ... Читать дальше...