بهرنیو چارو وزارت: د کبلوف څرګندونې له اوسنیو واقعیتونو سره په ټکر کې دي
افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کبلوف هغو څرګندونو چې د افغانستان د سولې او دې هېواد کې د یو انتقالي ایتلافي حکومت د جوړېدو په اړه یې کړي د افغان حکومت توند غبرګون راپارولی دی. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي وروستیو کې د سپوټنیک روسي خبري اژانس سره مرکه کړې چې په کې د افغانستان د سولې پر بهیر او دې برخه کې د مسکو په رول او هڅو غږیدلی دی. خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې (د کب ۱مه) په ورځ یوه اعلامیه کې وویل، ضمیر کبلوف دې مرکه کې ځېنې داسې څرګندونې کړي چې "د افغانستان... Читать дальше...