چارواکي: طالبانو لوګر او فاریاب کې ۵ افغان سرتېري وژلي
په لوګر او فاریاب ولایتونو کې پر افغان ځواکونو د طالبانو په بریدونو کې ۵ سرتېري وژل شوي دي. د لوګر د مرکز اړوند په کنجک سیمه کې نن ماسپښین ناوخته وسلهوالو طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو پر ګزمه برید کړی چې له املهیې دوه سرتېري وژل شوي او یو هاموې ټانکیې ویجاړ شوی دی. د لوګر امنیه قومندانۍ ازادي راډیو ته پېښه تأیید کړه، خو په اړهیې نور جزئیات نهدي ورکړي. بلخوا د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې د پولیسو پر قرارګاه د طالبانو په برید کې درې پولیس وژل شوي دي. دا برید تېره شپه لس نیمې بجې پیل او تر نن سهار پورې یې دوام درلود. Читать дальше...