ټرمپ امریکا ته د کډوالو پر ورتګ دوه مياشتنی بندیز لګوي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو فرمان لاسلیک کړی چې تر مخه یې دغه هېواد ته د کډوالو د ورتګ عمل د ۶۰ ورځو.لپاره په موقتي ډول ځنډولی دی.نوموړي په سپنه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل د دې فرمان مقصد یې د امریکايي وګړیو لپاره د روزګار موقعې خوندي کول دي.په دې اړه نور تفصیل درته منورشاه د امریکا غږ په ویډیوي رپورټ کې وړاندې کوي.