"د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې د پولیسو ۵ سرتېري وژل شوي"
د افغانستان په شمال ختیځ کې سیمه ییزې سرچینې وايي، تېره شپه ۱۲ بجې طالبانو د خان اباد ښار اړوند د تپه اختر سیمه کې د عامه نظم پولیسو پر پوستې برید کړی او پنځه سرتېري یې وژلي دي. د ولسوالۍ یوې معتبرې حکومتي سرچینې د نوم نه افشا کېدو په شرط نن (عقرب ۸مه) ازادي راډیو ته وویل، طالبانو په دغه سیمه کې اته سرتېري چې ټپيان هم په کې وو، له ځان سره بیولي دي. امنیتي چارواکو تراوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي. ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبان ویاند معرفي کوي وايي چې ددوی کسانو په دغه برید کې پنځه... Читать дальше...