د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې؛ تخمیني شمېرې د خلکو ګډون کم ښيي
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وایي، تردې مهاله د رأی ورکولو د ۴۴۸۰ مرکزونو له ډلې د ۲۵۹۷ مرکزونو د نتایجو لومړنۍ شمېرې د کمیسیون مرکزي دفتر ته رسېدلي دي. ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ټاکنو اصلي رقیبان دي.