چارواکي: په بادغیس کې ۷ طالبان او څلور افغان سرتېري وژل شوي
د بادغیس ولایت چارواکي وايي چې په یوه نښته کې ۷ وسله وال طالبان او څلور افغان سرتېري وژل شوي دي. د بادغیس د والي ویاند جمشېد شهابي ازادي راډیو ته وویل چې دا نښته د مرکز قلعه نو په پنځوس کیلومترۍ کې په میل منجي سیمه کې شوې ده. شهابي زیاته کړه: "ګډو امنیتي ځواکونو په میل منجي سیمه کې عملیات کول چې له وسله والو مخالفینو سره ونښتل، په دې نښته کې ۷ وسله وال مخالفین ووژل شول او له لسو زیات ټپيان شول، خو له بده مرغه زموږ د زړورو ځواکونو څلور سرتېري هم شهیدان او څلور نور ټپیان شول." ښاغلي شهابي زیاته... Читать дальше...